د هلمند دکرنې رییس ددې ادارې له زېرمتونونو څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۲:۴
د هلمند دکرنې رییس ددې ادارې له زېرمتونونو څخه لیدنه وکړه 

۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د کرنې ریاست له اړونده زېرمتونونو څخه لیدنه او ارزونه وکړه. 
د هلمند دکرنې رییس په مرکز لښکرګاه کې مرکزي ګدامونو کې د ټولو زېرمه شویو توکو، اجناسو او وسایلو څخه لیدنه وکړه، د یادې لیدنې په ترڅ کې د کرنې رییس اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د ټولو فعاله وسایطو، ماشینونو او نورو اجناسو مشخصات ورسره شریک کړي، هغه ماشینونه چې د کار کولو او یا هم د تولید وړتیا لري باید په کار واچول شي ترڅو د استهلاک او تخریب مخه یې ونیول شي.
تر دې وروسته د هلمند دکرنې رییس په بولان کې د څېړنیز فارم له زېرمتون څخه لیدنه وکړه، د یاد فارم ټوله ماشینرۍ او د کرنې وسایلو حالت یې له نږدې لیدل د یادو توکو او وسایلو د ښې ساتنې او کارونې برخه کې یې د فارم مسؤلینو ته لازمې لارښؤنې وکړې.
ددې ترڅنګ د هلمند دکرنې رییس د حفاظه نباتاتو او قرنطین مدیریت له زېرمتون څخه لیدنه وکړه، په یاد ګدام کې یې د کیمیاوي درملو، د نباتي افاتو او ناروغیو د مخنیوی د وسایلو او بېلابېلو توکو څخه په مسلکي توګه ساتنې، کارونې او مراقبت باندې ټینګار وکړ چې د مسؤلینو لخوا ورته د اړینو اقداماتو ډاډ ورکول شو
. وروستیو کې د هلمند دکرنې رییس د کرنیزې میکانیزې له یو شمېر زراعتي وسایطو او تراکتورانو څخه لیدنه وکړه، په یاده برخه کې یې د میکانیزې اړونده مسؤلینو ته د یادو وسایطو د حفظ او مراقبت او په سمه توګه  ورڅخه د ګټې اخستنې په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت