هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام، د ناوې، مارجې او ګرم سېر په ولسوالی کې په امارتي ځمکو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ناوې، مارجې او ګرمسېر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر خلک غوښتل، چې امارتي ځمکې غصب کړي، چې د کرنې ریاست او اړوندو حوزو مسؤلینو په همکارۍ ونیول شول او اړونده عدلي او قضایي ادارو ته ور پېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده، چې دغه پروسه به په ټولو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره په بشپړه همغږۍ په دوامداره توګه ادامه ولري.
