لغمان کې د وټرنرۍ سیمه ییز واحد سره مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۱:۱۴
لغمان کې د وټرنرۍ سیمه ییز واحد سره مرسته وشوه

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د ډاکار مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د الینګار په ولسوالی کې د وټرنرۍ له سیمه ییز واحد سره د اړینو توکو مرسته وشوه.
د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره له دې سیمه ییز واحد سره د  یو پایه لمریز یخچال، مکمل لمریز سیستم،  د وترنري تخنیکي بسته،  لوجستیکي بسته او ګڼ نورو توکو مرسته وشوه، ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرستندویو مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار اغېزمنې پروژې پلي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت