د هلمند ولایت دکرنې رییس د کرنیزو فارمونو چارې و ارزولې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۲
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج ددې ریاست له اړوندو کرنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه او په یادو فارمونو کې یې د کرنیزو فعالیتونو چارې وارزولې.

۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج ددې ریاست له اړوندو کرنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه او په یادو فارمونو کې یې د کرنیزو فعالیتونو چارې وارزولې.
ښاغلي وهاج د یادې ارزونې په لړ کې لومړی دبولان په سیمه کې د مالدارۍ خدماتو له کرنیز فارم څخه لیدنه وکړه، د یاد فارم له مسؤلینو یې د فارم په بېلابېلو برخو کې  د ترلاس لاندې کارونو معلومات واخیست، هغه د یاد کرنیز فارم او اړونده تاسیساتو څخه د موثرې ګټې اخیستنې په موخه مسؤلینو ته لازم هدایتونه ورکړل.
د هلمند دکرنې رییس همدارنګه په یاد فارم کې د چرګوړو د تولید له هچرې (فابریکې) څخه لیدنه او ارزونه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې یې د یادې فابریکې د لا بهبود او نوښت په موخه اړونده قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس د بولان څېړنیز فارم ته ولاړ او هلته یې د فارم موجوده حالت له نږدې وارزول، په یاد فارم کې د ترلاس لاندې کرنیزو او څیړنیزو تجاربو، بڼوالۍ، لابراتوار او ماشینرۍ حالت له نږدې ولید او اړونده کارمندانو سره یې لیدنې وکړې، هغه د یاد فارم په برخه کې د مسؤلینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د چارو لا بهبود او پرمختګ په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت