پکتیا کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۱:۵۸
پکتیا کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دپکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې د کانګو تبې مخنیوی په موخه کمپاین پیل شوی دی.
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید وايي، چې په یادو ولسوالیو کې د کوچیانو څاروي او د څارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کېږي او ترڅنګ یې مالدارانو ته د حفظ الصحې په هکله معلومات هم ورکول کېږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت