د کرنې وزارت د راتلونکي مالي کال د داخلي بودیجې د کمیټې دویمه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲۱
د کرنې وزارت د راتلونکي مالي کال د داخلي بودیجې د کمیټې دویمه غونډه دائره شوه

۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاء الدین واقف په مشرۍ ددې وزارت د ۱۴۰۳ ام مالي کال د بودیجې د لګولو د څرنګوالي څېړلو او د بودیجې د طرحې چمتو کولو په پار دکرنې وزارت د سکټوري ریاستونو په ګډون غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د عادي بودیجې، پراختیایي بودیجې، د روان کال د بودیجې د لګولو دکچې، د پروژو د پرمختګ او د نویو پراختیايي پروژو د وړاندیز په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو د پراختیا په موخه نوې پروژې په لاره اچولي، چې په پلي کېدو سره یې په یاد برخو کې د کارموندنې او د عوایدو د کچې د زیاتوالي لامل کېږي.

دومین جلسه کمیته داخلی  بودیجه سالی مالی آینده در وزارت زراعت دایر گردید
۱۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به سرپرستی  مولوی ضیاءالدین واقف رییس مالی و حسابی وزارت زراعت به منظور نظارت از چگونگی مصرف بودیحه و ترتیب طرح بودیجه برای سال مالی ۱۴۰۳ با اشتراک ریاست‌های سکتوری وزارت زراعت برگزار گردید.
در این جلسه پیرامون موضوعات بودیجه عادی، بودیجه انکشافی، میزان مصرف بودیجه در سال جاری، پیشرفت کار پروژه‌ها و پیشهاد پروژه‌های جدید انکشافی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور انکشاف زراعت، مالداری، آبیاری و منابع طبیعی پروژه‌های جدید را روی دست گرفته است که با تطبیق آن در این بخش‌ها زمینه اشتغال‌زایی بیشتر و میزان درآمد خوبتر خواهد شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت