د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۷
د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام، د مارجې او واشېر په ولسوالیو کې په امارتي ځمکو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د هلمند د مارجې او واشېر ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د اړونده امنیتي چارواکو په همکارۍ د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه او غاصبین یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده، چې دغه پروسه به په ټولو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره په بشپړه همغږۍ په دوامداره توګه ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت