د روزګان مرکز ترينکوټ کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱
د روزګان مرکز ترينکوټ کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز ترينکوټ ښار کې له یو شمېر قصابیو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او هم دارنګه ددې ترڅنګ يې ونوموړو قصابانو ته د زونوزتب کانګو ناروغۍ څخه د ژغورنې تدابير نيولو په اړه معلومات ورکړل ځکه قصابان روزمره ورسره مخ وي او اړونده قصابانو ته په مناسبه ځآی کې د څارویو د حلالولو توصیه ده.
ددې څارنې په ترڅ کې د روزګان دکرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت