د لغمان د عشر او زکات راټولولو چارواکو باد پښ ولسوالی ته کاری سفر وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۴:۰
د لغمان د عشر او زکات راټولولو چارواکو باد پښ ولسوالی ته کاری سفر وکړ

۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې ریاست دعشر او زکات امر قاري ذبیح الله هشام، د عشر اوزکات دعوایدو دتنظیم او محاسبې امر پیرنقیب الله فضلي، د راپور مدیر محمدعمران ترغیبي او دعشر اوزکات عبوري مدیر مولوي محمد ادریس بادپښ ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له ولسوال قاري نورګل سره په کتنه کې پر یوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې.
یاد پلاوی ددې سفر په ترڅ کې د دغې ولسوالی د عشر او زکات راټولولو عاملینو ته د کار چټکتیا او له خلکو سره د ښه چلند اړوند لازمې لارښوونې وکړی او د هغوی ستونزې یې واوریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت