اروزګان کې د انجې کرکیلې ترویج په پار هلې ځلې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۲۷
اروزګان کې د انجې کرکیلې ترویج په پار هلې ځلې

د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست، د طبيعي سرچينو امریت اړوند قوريه کې د طبي بوټي هنګ (انجې) کرلو چارې پیل شوي دي.
د یادې پروسې په لړکې به په دې قوریه کې د انجې بوټي په فني او مسلکي ډول وروزل شي.
دا چي د انجې بوټي ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري نو ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي، د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.
د اروزګان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي تر څو بزګرو ته نوي ارزوښت لرونکي نباتات ترویج او تکثیر کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت