د کرنې وزارت په مسلکي بستونو کې د ګومارنې لپاره له نوماندانو د ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۹:۲۳
د کرنې وزارت په مسلکي بستونو کې د ګومارنې لپاره له نوماندانو د ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د دغه وزارت په مسلکي بستونو کې له یو شمېر وړ نوماندانو څخه د ازموینې اخیستلو بهیر پیل کړی دی.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دې ازموینې د پرانېستې په مراسمو کې وویل: "دا پروسه د شفافیت او اهل ته د کار د سپارلو په خاطر پیل شوې او موږ مسوولیت لرو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړو."
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په دې اړه وویل.:"کرنې وزارت په بېلابېلو څانګو کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري، چې په شفافه او عادلانه توګه له دوی څخه ازموینې اخیستل کېږي او له دوی څخه به غوره کسان وټاکل شي".
دا پروسه په لومړي پړاو کې د ۱۶۰ داوطلبانو په ګډون پیل شوې او ټاکل شوې، چې په دې بهیر کې به له ۶۰۰ نورو کسانو هم په مسلکي بستونو کې د ګمارنې لپاره ازموینه واخیستل شي.

روند اخذ آزمون از داوطلبان استخدام در بست‌های مسلکی وزارت زراعت آغاز شد
۶ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
ریاست منابع بشری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری روند اخذ امتحان از شماری داوطلبان  واجدین شرایط در بست‌های مسلکی این وزارت را آغاز نموده است.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در برنامه افتتاح این آزمون گفت:" بخاطر شفافیت و سپردن کار به اهل آن این روند شروع شده و ما مسوولیت داریم تا زمینه کار را برای مردم ایجاد نماییم."
در همین حال مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در این باره  گفت:« وزارت زراعت نیازمند افراد مسکلی در بخش‌های مختلف است که به صورت شفاف و عادلانه از آن‌ها امتحان اخذ می‌گردد و از میان آن‌ها بهترین آن گزینش می‌گردد".
این روند با اشتراک ۱۶۰تَن داوطلب در دور اول آغاز گردیده است، قرار است در این روند از بیش از ۶۰۰ تَن دیگر نیز جهت استخدام در بست‌های مسلکی امتحان اخذ گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت