د هلمند ناوه کې د مارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۳:۳۹
د هلمند ناوه کې د مارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام، ناوې ولسوالی کې په امارتي ځمکو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د هلمند ناوې ولسوالی د ټنګانو سیمه کې د اړونده امنیتي چارواکو په همکارۍ د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
دغه راز د یادې ولسوالی د سرخدور اړوند ځنګل کې هم د امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده او غاصبین یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ناوې په ولسوالی کې تر دې وړاندې هم د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده، چې دغه پروسه به په ټولو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره په بشپړه همغږۍ په دوامداره توګه ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت: د ننګرهار کانال پروژه د ۳۱ زره هکتارو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د «ننګرهار کانال پروژه» د هېواد له مهمو او بنسټیزو اقتصادي، کرنیز او ټولنیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د ختیځو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۲۳
Background image

کندهار څخه روسیې ته د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، د «کندا فروټ» خصوصي شرکت له‌خوا روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د کرنې وزارت د اطلاعاتو اوعامه پوهاوی رییس او ویاند د کندهار په ولایت کې د میلکو شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتواو عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د. . .

بازگشت