ننګرهار کې پر ۵۵ بزګرانو د روميانو هايبرايډ تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۳۶
ننګرهار کې پر ۵۵  بزګرانو د روميانو هايبرايډ تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې


۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ماشومانو ساتنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مومنددرې ولسوالی پر ۵۵ بزګرانو د رومیانو هایبرايډ تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل: «په مومندرې ولسوالی کې د ماشومانو ساتني مؤسسې له لورې پر بزګرانو د روميانو هايبرايډ تخمونه، کيمياوي سرې، د بوزغلیو روزنې لپاره پلاستيک، پائپ او د حاصلاتو د راټولولو دلپاره پلاستيکي پچۍ وېشل شوي دي.»
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه،چې ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۲۵ کيلو توره سره،۵۰ کيلو سپينه سره او يوه قطي د روميانو هايبرايډ تخم چي ۵۰۰۰ داني لري ورکړل شوي دي. دغه راز د ماشومانو ساتنې مؤسسې یادو بزګرانو ته لس متره پلاستيک، لس متره پائپ او درې دانې پلاستيکي پچۍ هم ورکړي  دي.
د یادو مرستو موخه په يادې ولسوالی کي د بیوزلۍ او فقر سره مبارزه،د خوړو خونديتوب، د کرني عصري کول، نوي ټکنالوژۍ سره د بزګرانو بلدتیا او په نوي ټکنالوژۍ سره د روميانو د هايبرايډ تخمونو کرل دي.
باید وویل شي، چې د ماشومانو ساتنې موسسې وړاندې تردې هم د ننګرهار په مومندرې ولسولی کې سلګونه بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو،  کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته کړې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت