کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۱:۶
کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو

٢۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په څلورو ولسوالیو«خاص کونړ، نورګل، سرکاڼو او نرنګ» کې مېشتو کوچیانو ته د کانګو تبې مخنیوی په موخه کمپاین پیل شوی دی.
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په یادو ولسوالیو کې د کوچیانو څاروي او د څارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کېږي او ترڅنګ یې مالدارانو ته د حفظ الصحې په هکله معلومات هم ورکول کېږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت