د کونړ کرنې ریاست کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۲:۱۴
د کونړ کرنې ریاست کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوندو فارمونو کې دکرنې او مالدارۍ برخې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده.
په همدې موخه ، ددې ولایت د مرورې ولسوالی دکرنې مسلکي انسټیټوټ ۲۸ زده کړیالانو ته د سالار باغ څېړنیز فارم کې په بېلابېلو برخو کې عملي زدهکړې ورکول کېږي. 
یادو زده کړیالانو ددې فارم د بېلابېلو برخو په تړاو او په فارم کې د ټولو شته امکاناتو او مالدارۍ سيستمونو، د مختلفو نسلونو پېژندنه، د فارم د صحي خدماتو، توليداتو او نورو برخو څخه عملاً لیدنه کوي.
ددې پروګرام په ترڅ کې ددغې فارم د شته چارواکو او پرسونل له لوري یادو زده کړیالانو ته بشپړ معلومات ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې لسګونه کرنیزې تجربې تر لاس لاندې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بولان څېړنیز فارم کې د نوي کال له پیل سره سم بېلابېلې کرنیزې چارې په منظم ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

بازگشت