د حیواني روغتیا په نړیوال علمي کنفرانس کې د کرنې وزارت د پلاوی ګډون

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۰:۴۰
د حیواني روغتیا په نړیوال علمي کنفرانس کې د کرنې وزارت د پلاوی ګډون

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي چې د حیواني روغتیا په برخه کې په نړیوال علمي او ساینسي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی و، په دغه کنفرانس کې ګډون وکړ.
دغه پلاوي دکرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر په مشرۍ، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د څارویو د روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني او محمد شریف زاهد په شتون کې د افغانستان په استازيتوب دروسیې د ویلاد میر په ښآر کې په یاد نړيوال علمي او ساینسی کنفرانس کې په ګډون سره د افغانستان د مالدارۍ د سکټور په فرصتونو او ننګونو خبرې وکړې او په کنفرانس کې د ګډنکوونکو هېوادونو د پاملرنې غوښتونکي شول.
دغه کنفرانس چې د حیواني روغتیا په برخه کې ۶۵م نړیوال علمي اوساینسي کنفرانس دی، د افغانستان، اردن، لبنان، روسیې، مصر، بیلاروس، ګرجستان، قزاقستان، بورکینافاسو،مراکش او ارمنستان د استازو په حضور کې د روسیې د ولادیمیر په ښار کې دائره شوې وه.
دغه راز د افغانستان د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني د روسیې د حیواني روغتیا ریاست له مسوولینو سره خبرې وکړې او د افغانستان د مالدارۍ په برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې یادو چارواکو له افغانستان سره د څارویو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

اشتراک ه‍یئت وزارت زراعت در کنفرانس بین‌المللی علمی و ساینسی در مورد صحت حیوانی 
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان که  به منظور اشتراک در کنفرانس بین المللی علمی و ساینسی در بخش صحت حیوانی  به کشور روسیه سفر کرده بودند در آن کنفرانس اشتراک کردند.
این هیئت با سرپرستی مفتی ذاکر الله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی با حضور مولوی طالب جان ذکی مشاور معین زراعت و مالداری، داکتر مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت و محمد شریف زاهد به نمایندگی از افغانستان در کنفرانس بین‌المللی علمی و ساینسی برگزار شده در شهر ویلادمیر کشور روسیه اشتراک کرده و پیرامون فرصت‌های و ‌چالش‌های سکتور مالداری افغانستان صحبت کرده و خواستار توجه کشور‌های شرکت کرده در کنفرانس شدند.
این کنفرانس که  شست‌وپنجمین  کنفرانس بین المللی علمی و ساینسی در بخش صحت حیوانی می باشد در شهر ویلادمیر کشور روسیه با حضور نمایندگان کشورهای افغانستان، اردن، لبنان، روسیه، مصر، بلاروس، گرجستان، قزاقستان، بورکینافاسو، موراکو و ارمنستان  برگزار شده است.
همچنان داکتر مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت افغانستان با مسوولان بخش صحت حیوانی کشور روسیه گفتگو کرده و خواستار همکاری‌شان در بخش مالداری افغانستان شد که مسوولان متذکره اطمینان همکاری را در بخش صحت حیوانی با افغانستان سپردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت