دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کیمیاوي سرو واردوونکو سوداګرو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۲:۶
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کیمیاوي سرو واردوونکو سوداګرو سره وکتل

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کرنې او مالدارۍ وزارت په تالار کې له یو شمېر هغو سوداګرو سره، چې هېواد ته کیمیاوي سرې واردوې وکتل او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې  مولوی صدراعظم عثماني وويل: «وارد شوي کیمیاوي سرې باید د بزګرانو لپاره مناسبه بيه ولري او د کيفيت له پلوه هم باید اغېزمن وي، چې هم د بزګرانو او هم د سوداګرو په ګټه وي.»
د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم په دې اړه وویل: «هغه کیمیاوي سرې، چې په کور دننه تولیدېږي او یا له بهرنیو هېوادونو څخه واردېږي باید ارزانه، لوړ کیفیت، له تقلب پرته او له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.»
په ورته وخت کې د کیمیاوي سرې واردوونکی حاجي عبدالسلام چې په دې غونډه کې یې د کندهار ولایت د استازي په توګه ګډون کړی و، وویل: «د استرالیایي کیمیاوي سرې بانکي تعرفه او بیه لوړه ده او تر ډېره دویم لاس «پاکستانۍ او هندۍ» پېرل کېږي، سوداګرو لپاره په لوړه بیه تمامېږي حکومت باید ورته مناسبه حل لار ومومي.»
د سادات کیمیاوي سرې واردونکي شرکت رییس سید اسدالله سادات د کیمیاوي سرې د لوړې بیې او د هغو کمېشن کارانو په هکله خبرې وکړې، چې دغه کیمیاوي سرې واردوي هغه وویل: «د کیمیاوي سرې د کیفیت کنټرول په وارداتي بندرونو کې د حکومت په لاس کې دی او د بیې کنټرول یې د تولیدي شرکت او هغو سوداګرو پورې اړه لري، چې کیمیاوي سرې واردوي.» 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ستونزو د حل، بزګرانو لپاره د غوره کیمیاوي سرو وړاندې کولو او واردوونکو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په پار هلې ځلې کوي، ترڅو غوره چوپړتیاوې وړاندې او مناسبې لارې چارې پیدا کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با تاجران وارد کننده  کود کیمیاوی 
۱۵ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با شماری از تاجران وارد کننده کودکیمیاوی به کشور در تالار معینیت زراعت و مالداری  وزرات زراعت دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« کودکیمیاوی که وارد می‌شود دارای قیمت مناسب برای دهاقین باشد و از لحاظ کیفیت نیز موثر باشد که هم به نفع دهقان و هم به نفع تاجر تمام شود».
انجینر عتیق‌الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت در این باره گفت:« کودکیمیاوی که در داخل تولید یا از کشورهای خارج وارد می‌شود برای دهاقین ارزان، با کیفیت، بدون تقلب و با استندردهای جهانی باشد».
 در همین حال حاجی عبدالسلام یک‌تَن از تجاران وارد کننده کود کیمیاوی که  به نماینده گی از ولایت کندهار در این جلسه اشتراک کرده بود گفت:« تعرفه بانکی و قیمت کود کیمیاوی آسترالیایی بلند است و از دست دوم (پاکستانی‌ها و هندی‌ها) خریداری می‌شود برای تجاران قیمت تمام می‌شود دولت باید راه حل مناسب برای آن پیدا کند.»
سید اسدالله سادات رییس شرکت وارد کننده کود کیمیاوی سادات از بلند بودن قیمت کود کیمیاوی و کمیشن کارانی که آن را وارد می‌کنند سخن زده گفت:« کنترول کیفیت کودکیمیاوی به دست حکومت در بندرهای وارداتی است و کنترول قیمت مربوط می‌شود به شرکت تولید و تاجران وارد کننده کود کیمیاوی.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور حل مشکلات دهاقین و عرضه بهتر کود کیمیاوی به دهاقین و تسهیلات برای تجاران وارد کننده کود کیمیاوی، تلاش می‌ورزد تا خدمات بهتری را ارایه و راهکار مناسبی پیدا نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت