پکتیا: د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۵۱
پکتیا: د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې د همغږۍ غونډه دائره شوه

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې سره د همغږۍ څوارلسمه غونډه د ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید تر مشرۍ لاندې ترسره شوه، چې پکې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت، د کوچیانو چارو آمریت استازی، د پکتیا دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر قاري عبدالباقي مهاجر، د ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې ولایتي مسؤل محمد ابراهیم قادري، د احمدابا او سیدکرم ولسوالیو د ځنګلوالۍ د ټولنو رییسانو، د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې سیمه ییزو کارکونکو او د احمد ابا او سید کرم ولسواليو د ترویج او ځنګلنو مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کې د یادې پروژې د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه، او  یادونه یې وکړه، چې د یادې پروژې ټولې کړنې د خلکو او ځنګلوالۍ ټولنو په خوښه او رضایت سره پلي کېږي، نوموړی همداراز وويل، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
ورپسې  د ځنګلونواو ځمکې د تلپاتې مدیریت پروژې ولایتي مسؤل قادري د غوندې ګډونوالو  ته د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل او په خپله برخه کې ستونزې اوپرمختګونه په ډاګه کړل.
په همدې حال کې د چاپېريال ساتنې رییس  هدایت په خپلو خبرو کې په چاپېریال ساتنه کې د ځنګلونو په اهمیت رڼا واچوله او د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په ساتنه او پالنه باندې ټینګار وکړ، نوموړی همداراز  د ځنګلونو ساتنې په موخه د عامه پوهاوی کمپاینونو او ورکشاپونو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو ترمنځ نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې او په حل لارو باندې یې خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت