هلمند کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۳۰
هلمند کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

 ١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا  په دې ولایت کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یو اندازه تاریخ تېر درمل هم  راټول شول.
همدارنګه يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت