د کرنې وزیر د کرنې او مالدارۍ خونې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۰:۳۴
د کرنې وزیر د کرنې او مالدارۍ خونې له چارواکو سره وکتل

١۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس خان محمد فروتن او د یادې خونې له یو شمېر غړو سره وکتل.
دغه غونډه چې د کرنې په وزارت کې جوړه شوې وه، د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو، دکرنې او مالدارۍ سکټور د سوداګرو او متشبثینو د ستونزو هوارولو او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ محصولاتو د معیاري کولو په هکله خبرې او نظرونه تبادله کړل.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ خونې چاراکو په کارې برخو کې خپلې ستونزې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې او د حل په موخه یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه او د کرنې وزیر ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان اتاق زراعت و مالداری 
۱۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری و شماری از اعضای اتاق زراعت و مالداری افغانستان دیدار کرد.
این دیدار که در وزارت زراعت انجام شد در آن دو طرف پیرامون تقویت روابط میان وزرات زراعت و اتاق زراعت و مالداری، فراهم نمودن سهولت‌ها جهت صادارات محصولات زراعتی و مالداری، حل مشکلات تجار و متشبثین سکتور زراعت و مالداری و معیاری سازی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان بحث و تبادل نظر کردند.
در این دیدار همچنان مسوولان اتاق زراعت و مالداری مشکلات شان را در بخش‌های کاری با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار همکاری وزارت زراعت جهت حل آن شدند که ازسوی وزیر زراعت برایشان اطمینان هرنوع همکاری سپرده شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت