هلمند کې یوشمېر مالدارن وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۳:۱۱
هلمند کې یوشمېر مالدارن وروزل شول

١١ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٩جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا،د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي مرسته ددې ولایت د نهرسراج ولسوالی نږدې ١٥٠ تنو کوچيانو او مالدارانو ته د  زونوز ناروغۍ ( د حيوان او انسان ترمنځ ګډې ناروغۍ) مخنیوی او د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ  په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د عامه پوهاوی په دې پروسه کې یادو کوچیانو او مالدارانو سره د زونوز ناروغۍ د خپرېدو د وخت،  نښو  او درملنې په اړه،  همدارنګه د څارویو د وړیو راټولولو، سرت بندۍ او دوړيو راټولونکو او بازار ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا هر اړخیز معلومات شریک شول.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم دهلمند ړ کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت