راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛ لسګونه نورې خیمې درول شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۰:۹
راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛ لسګونه نورې خیمې درول شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د ننګرهار ولایت د کرنې اړوندو ادارو کارکوونکو سره د تورخم بندر ته تللي او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو، تشنابونو او نوورو اسانتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې دوی له څو ورځو را په دې خوا د تورخم په بندر کې راستنېدونکو کورنیو لپاره د خیموو پر لګولو، د پاکو اوبو برابرولو، تشنابونو جوړولو او په خیمو کې د کسانو پر ځای پرځآیولو بوخت دي.
ښاغلی محمد وویل، چې ددغو هلو ځلو په دوام د عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۳۰ نورې خیمې هم په منظم ډول درول شوي او دا لړۍ روانه ده.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې په دې کمپ کې اته تشنابونه ځانګړو سیمو ته ولېږدول شول او دغه راز د اتو ټانکرونو لا لارې ۱۳۰ ټانکیو کې د اوبو ترتیب برابر شوی دی.
 وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت