د ننګرهار کانال شرکت د مالټو حاصلات ډېر شوي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۵:۴۵
د ننګرهار کانال شرکت د مالټو حاصلات ډېر شوي


۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۵جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال ددې کانال په سیمه کې د مالټو حاصلات د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه ډېر شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت به لسګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیات شوي دي. ښاغلی کظیم ددې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل وبلل.
مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به نږدې درې زره ټنو ته ورسېږي، دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددغه ولایت د مالټو حاصلات دوه زره مټریک ټنه ښودل شوې وه.
د ننګر په ولایت کې د مالټو ډېر بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د مالټې ونې اېښي دي او يا دمالټې بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د مالټو یوشمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت