لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۵۸
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولايت مقام په ميلمستون کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
بايد وويل شي، چې د لغمان ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۰
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د خوست ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د تڼیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د آفرین مؤسسې د KH01. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍرييس په مشرۍ پلاوی زابل ولايت ته سفر وکړ 

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم په اساس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ  رييس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ پلاوی،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۴۷
Background image

ننګرهار کې د مالټو حاصلات ۲۲۱۴ مټریک ټنو ته رسېږي؛ د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال به د دې ولایت له کرل شوو بڼونو څخه به د اټکل له مخې ۲۲۱۴ مټریک ټنه د مالټو حاصل. . .

بازگشت