چین ته د کرنې وزارت دمقام د سلاکار سفر

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۹:۴۶
چین ته د کرنې وزارت دمقام د سلاکار سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دمقام سلاکار میرویس خوګیاڼی د دغه وزارت د استازي په توګه د مېوو د زده کړې، څېړنې او ترویج په نړیوال ورکشاپ کې چې د ۲۸ هېوادونو د استازو په ګډون په چین کې جوړېږي، د ګډون په موخه چین ته سفر وکړ.
دغه روزنیز ورکشاپ په چین کې د ۲۸ هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان، بنګلدېش، نیپال، فیلیپین، منګولیا، ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونو، کیوبا، کولمبیا، مصر او افغانستان د کرنې د متخصصینو په حضور کې د څېړنو د ترسره کولو په موخه جوړېږي. چې موخه یې د مېوو پر بېلابېلو ډولونو  د زده کړو، څېړنیزو او تبلیغاتي تجربو ترسره کول او له یو بل سره د تجربو شریکول دي.
په دې ورکشاپ کې متخصصین د مېوو لکه سټروس، کیوي، ام او کېلې په هکله په روزنیز او څېړنيزو برنامو کې ګډون کوي.
ددې لپاره، چې افغانستان هم د مېوو د ودې او پرمختګ لپاره نوې لاره پیل کړې ده، د افغانستان په استازیتوب په یاد ورکشاپ کې د کرنې وزارت دمقام سلاکار میرویس خوګیاڼی هم ګډون کوي.

سفر مشاور مقام وزارت زراعت به کشور چین 
۴ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  به نماینده گی از این وزارت جهت اشتراک در ورکشاپ بین الملی آموزشی، تحقیق و ترویجی میوه جات که با حضور ۲۸ کشور در چین برگزار می‌شود به آن کشور چین سفر کرد.
این ورکشاپ  آموزشی با حضور متخصصین زراعت 28 کشور به خصوص کشورهای پاکستان، بنگلدیش، نیپال، فلپین، منگولیا، ایران، کشورهای آسیای مرکزی، کیوبا، کولمبیا، مصر و افغانستان در چین برگزار می‌شود که هدف آن انجام تجارب آموزشی تحقیقاتی و ترویجی بالای انواع مختلف میوجات و شریک سازی تجارب با یکدیگر می‌باشد.
در این ورکشاپ متخصصین در برنامه‌های آموزشی و تحقیقاتی در مورد میوجاتی چون؛ ستروس باب، کیوی، ام و کیله اشتراک می کنند. 
چون افغانستان نیز مسیر تازه ای را جهت رشد و انکشاف میوجات آغاز کرده است بنا به نماینده‌گی از افغانستان نیز میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت در ورکشاپ متذکره اشتراک می نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت