د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۳:۲۶
د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

٢۱ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې دکرنې او مالدارۍ برخې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده. 
په همدې موخه ، د ننګرهارپوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځی د درېیم ټولګي زده کړیالانو د خپلو استادانو په ملتیا د ننګرهارکانال شرکت د مالدارۍ فارم څخه له نږدې ليدنه وکړ. 
یادو زده کړیالانو ددې فارم د بېلابېلو برخو په تړاو او په فارم کې د ټولو شته امکاناتو او مالدارۍ سيستمونو، تغذيه، د غواګانو د مختلفو نسلونو پيژندنه، د فارم د صحي خدماتو، توليداتو او نورو برخو څخه عملاً ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ددغې فارم د شته ډاکترانو او پرسونل له لوري یادو زده کړیالانو ته بشپړ معلومات ورکړل شول. 
باید وویل شي دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهارکانال شرکت د بېلابېلو برخو څخه ننګرهارپوهنتون محصلین له نږدې علمي او عملي لېدنه کوي.
باید وویل شي، چې د لغمان پوهنتون او په ننګرهار کې یو شمېر خصوصي پوهنتونو او حتی یو شمېر لېسو زده کوونکو هم ددې شرکت له فارمنو څخه لېدنه کړې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت