بغلان کې پر ١١ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۲۱
بغلان کې پر ١١ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د  بغلان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ١١ زره مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددغو مرستو د وېش لړۍ په پيل غونډه کې د بغلان دکرنې ریاست چارواکو، د پلي کوونکي مؤسسې استازو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د بغلان دکرنې ریاست چارواکو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام له مرستو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، تر څو بزګرانو ته په دغه ولایت کې د مرستو لمن وغځوی، ترڅو د لیرې پرتو ولسوالیو بزګران هم ترې برخمن شي. یادو چارواکو ګټه اخیستونکو ته په خطاب کې وویل، چې وېشل شوی تخمونه په خپل وخت د کرنې ریاست له لارښوونې سره سم وکري.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت