د کابل چهار آسیاب  کې پر ۷۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۳:۱۰
د کابل چهار آسیاب  کې پر ۷۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

۱۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کابل ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اسلامیک ریلیف مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چهارآسیاب ولسوالی پر ۷۰۰مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د چارواکو په خبره ددغې پروسې له لارې پر ۷۰۰ مستحقو بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې هر بزګر ته د غنمو اصلاح شوی تخم ، توره او سپینه سره ورکول کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت