پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۴:۵۶

۱۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د کمېسیون غړی، دکرنې وزارت د عشر او زکاتو لوی رییس مولوی شمس الله محمد په ملتیا د ننګرهار ولایت د کرنې اړوندو ادارو کارکوونکو سره د تورخم بندر ته تللي او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو، تشنابونو او نوورو اسانتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
دکرنې وزارت مالي او داري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې دوی له څو ورځو را په دې خوا د تورخم په بندر کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د خیموو پر لګولو، د پاکو اوبو برابرولو، پرخیمو د شمېر لګولو، تشنابونو جوړولو او په خیمو کې د کسانو پر ځای پرځآیولو بوخت دي.
د ښاغلي فضلي په خبره دکرنې وزارت د همکارانو په مرسته تېره ورځ ۸۰۰ بابه خیمې او ۳۶۰ بابه ګرځنده تشنابونه لګول شوي دي، ددې ترڅنګ د درېیوو ژورو څاګانو کېندل پیل شوي او د پاکو اوبو برابرولو په پار ۷۰ عرادې د اوبو ټانکرونه هم چمتو شوي دي. 
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د ننګرهار دکرنې ریاست او  د کانال شرکت کارکوونکو راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي او د تورخم له بندر څخه د راستنېدونکو کډوالو د موقتي سرپناه لپاره يې سلګونه خيمې برابرې کړې دي. 
پاکستان څخه اجباري اېستل شوي کډوال راستنیدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې د افغانستان اسلامي امارت دکرنې وزارت د هڅو قدرداني وکړه او خوښي  څرګند کړل.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت