لغمان کې ۴۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو کورني فارمونه جوړ شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۵:۲۷
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د ډاکار مؤسسې په همکارۍ د لغمان ولایت د علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې ۴۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړی دی.

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د ډاکار مؤسسې په همکارۍ د لغمان ولایت د علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې ۴۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړی دی.
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وايي، چې د ډاکار مؤسسې په تخنیکي مرسته د دغو بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۲۵۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکي توکي، څلور د چرګانو د دانې لوښې، څلو د اوبو لوښې، ماسکونه، د لاس مینځلۍ صابونډ ستکشې، چپلۍ او د چرګانو د ناروغیو مخنیوی درمل وېشل شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت