راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په پار د ننګرهار کرنې ریاست له خوا کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۵۴

١٣ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٠ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد او ورسره ددې ادارې کارکوونکو بېرته راستنو شویو کورنیو سره د خواخوږۍ او همکارۍ په موخه تورخم کې د خیمو لګولو،  څښاک اوبو تنظیمولو، کورونو انتقال او ګڼو نورو برخو کې رضاکارانه همکاریو کمپاین پیل کړ. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د بېرته راستنو شویو هېوادوالو سره د همکارۍ په موخه نن د ننګرهار کرنې ریاست ۶۰ تنه کار کوونکي بېرته راستنو شویو هېوادوالو سره د خیمو لګولو او نورو اسانتیاوو برابرولو کې همکارۍ کمپاین وکړل.
 د ننګرهار دکرنې رییس وویل ددې کار څخه یې موخه  بېرته راستنو شویو هېوادوالو سره همکاري او د نورو افغانانو هڅول دې ترڅو د خپلو هېوادوالو سره پدې   حالاتو کې مرستی وکړي.
دا کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د کمېسیون غړی د ننګرهار ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره د تورخم بندر ته ولاړ او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو او تشنابونو زمینه برابره کړه. 
 د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار د کرنې ریاست او د ننګرهار د کانال شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې کډوالو لپاره د موقتي سرپناه د جوړولو په موخه خیمې جوړې کړي، چې راستنېدونکي کډوال په کې د قانوني پړاوونو تر بشبړېدو پورې مېشت شي. 
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د ننګرهار دکرنې ریاست او  د کانال شرکت کارکوونکو راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي او د تورخم له بندر څخه د راستنېدونکو کډوالو د موقتي سرپناه لپاره يې سلګونه خيمې برابرې کړې دي. 
 وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت