د خوست په دوو ولسوالیو کې کې پر څه باندې ۶۳۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۴۱
د خوست په دوو ولسوالیو کې کې پر څه باندې ۶۳۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوي

۷  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې «ان.اې.سي» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ پر ۶۳۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۴۹
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: کامې ولسوالی کې ۲۰۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوه

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د کامې ولسوالی ډاګ میرزاخېل کلي کې ٢٠٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۷
Background image

پکتیا کې د واټرشیډونو د جوړیدو چارې پیل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هیلتو مؤسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ ددې ولایت په جاني خېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سید محمد سعید او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رييس. . .

بازگشت