د نیمروز چهاربرجک کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۳:۱۲
د نیمروز چهاربرجک کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د  نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت د چهاربرجک ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې په همکارۍ ۱۰۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 
د نیمروز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټې اخیستونکې  ته ٣٠قطعې کورني چرګان، د دانې خوړو لوښې، د اوبو څښلو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي.
د نیمروز دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان». . .

بازگشت