لغمان کې یوشمېر مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۹:۵۰
لغمان کې یوشمېر مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دلغمان د کرنې،اوبولګولواومالدارۍ ریاست په هلو ځلو او د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په علینګار ولسوالی کې له٢٠ مالدارو کورنیو سره د شېدو پروسس کولو توکو مرسته شوه.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته دلبنیاتو دپروسس غوړیو جوړولو (چنر)، دچاڼ جالۍ، دپنیرجوړولو جالۍ، درې عدده دیګونه،یوعدد سطل،د پنیرجوړولو ګولۍ او د حفظ الصحې کڅوړې ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ، صحي لبنیاتو ته د خلکو لاس رسۍ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت