د پکتیا دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۵ - ۱۱:۲۷
د پکتیا دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدلروف سعد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې له چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د یادې ادارې مسؤلینو د پکتیا دکرنې رییس سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل او وویل چې په راتلونکې کې به د واټر شیدونو، د  اوبو بندونو زېرمې جوړول او همدارنګه په جوړ شویو کړیو کې د نیالګیو کینولو  پلان هم لري. 
د پکتیا دکرنې رییس په خپلو خبرو کې د يادې ادارې له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې ادارې له مسئولينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي، نوموړی همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کی اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت