میدان  وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۰:۳۰
میدان  وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

۲  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د میدان وردګو ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد ترڅنګ د میدان وردګو ولایت دکاراو ټولنیزو چارو رییس مولوی عبدالغفورحیدري، د عدلیې رییس مولوی مطیع الله الحق عثمان، دفرمانو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس مفتې محمد نظیم غزالي، دکور او ښارجوړولو رییس مولوی عبدالقیوم سیف العمر، د ارشاد حج او اوقافو ريئس مولوی نصرت الله صلاح الدین، دامنیې قوماندانۍ مرستیال مولوی الله نورناصح، د کدسترسروې عمومي مدیر دواجان مجاهد، د امارتي قضایاوو آمر مولوی رازمحمد حلیم، مستوفي مولوی عبدالا احد ذالفقار او یوشمېر کارکوونکو شتون درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د نرخ ولسوالی د دورانې سیمې د ۵۰۸۶ کدستري قطعې موضوع، دلنګر دښتې او  ۹۳۵کدستري امارتي قطعې د موضوع راپور، د مرکزي کمېسیون د (۱۷۳۷)۱۴۴۵/۳/۲۵او د سترې محکمې د (۱۴)۱۴۴۵/۳/۳۰ګڼو او نیټو لیکونو  ټکر پر موضوع خبرې وشوې او دغه راز د میدان وردګو ولایت د حصه اول بهسود ولسوالی کې دسپینو او دښتي سیمو د معلومولو په خاطرد کور اوښار جوړولو ریاست د رییس په مشري د حج او اوقافو رییس ،دامارتې قضایاوو آمر، د ځمکې بانک مدیر فضل احمد وټاکل شول، ترڅو دغه ولسوالی ته سفر وکړي.
همداراز په دې غونډه کې د یوشمېر اشخاصو دوسیې وڅېړل شول او د وروستي پرېکړې په پار اړوندو کسانو ته وسپارل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت