د ننګرهار کانال شرکت په څه باندې ۶۰۰جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۲:۸
د ننګرهار کانال شرکت په څه باندې ۶۰۰جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

۳۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت چاراکي وایي، چې په دې وروستیو کې ددې شرکت په کابو ۶۰۸ جریبه ځمکه تازه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي، چې وسره به په راتلونکې کې ددې ریاست دزیتونو د حاصلاتو کچه لا لوړه شي .
د ننګرهارکانال شرکت چارواکي وايي، د زیتونو هغه بلاکونه چې انقلابي شرایطواو جنګونو تخریب کړي او له منځه وړي و، له ډېره ښه مرغه اوس پرې ننګرهارکانال شرکت بیا ځلې زیتون بڼونه جوړوي، او له ښه مرغه اوس ددې شرکت په شاوخوا ۶۰۸ جریبه ځمکې زیتون باغونه بیا ځلې احداث شوي دي، چې سږنۍ حاصلات یې ۲۰۰ ټنو ته رسېږي. 
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي، چې د زیتونو د تولیداتو زیاتوالي په پار د زیتونو نوي بڼونه هم جوړېږي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي، په دې فابریکه کې له سل ټنه زیتون څخه تر پروسس وروسته لس ټنه تېل په لاس راځي.
د ننګرهار کانال شرکت چاراکي هلې ځلې کوي، چې ددې شرکت اړوند د زیتونو او سټروسو بڼونه احداث او په دې برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته نږدې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت