د کندز د کرنې رییس په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
د کندز د کرنې رییس په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول سره وکتل

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی امان الله حسن په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول خیرالله توران سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول خیرالله توران ددې ادارې د فعالیتونو په پلي کولو کې د کندز د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل: "د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي مسؤل په افغانستان کې د الحاج مولوي  امان الله حسن تر مدیریت لاندې د کرنې ریاست د همغږۍ او همکارۍ د تېرو دورو په نسبت ډېر خوشبین دی او د کرنیزو پروژو د اغېزمن تطبیق په برخه کې یې د مولوي صاحب د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه."
 هغه زیاته کړه: په کندز  کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د کرنې او مالدارۍ سکتور فعاليتونه په ښه توګه تطبيق شوي او هيڅ داسې ستونزه نشته چې د کرنيزو پروژو د پرمختګ او تطبيق پر وړاندې خنډ شي."
دغه راز په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول خیرالله توران د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ددې ادارې مهم فعالیتونه د کندز دکرنې رییس سره شریک کړل.
په دې کتنه کې د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د بزګرانو او مالدارنو ستونزې او غوښتنې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې  ادارې د پروژو تر پوښښ لاندې دي د پروژې مسؤل ته ورسول او له یادې ادارې څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت