د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۱۵
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو له نهه ویشتم خزاني نندارتون څخه چې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی لیدنه وکړه.
ددې لیدنې پر مهال دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله؛ دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ددې لیدنې په ترڅ کې د غرفه لرونکو وړاندیزونه، نظرونو او ستونزې واورېدل او اړوندو چارواکو ته د شته ستونزو د حل په پار لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د نندارتون د چارو د ښه پرمختګ په پار د نندارتون اړوندو چارواکو ته هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې د څلورو ورځو لپاره د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از نمایشگاه محصولات زراعتی 
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از بیست‌ونهمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی وزارت زراعت که در بادام باغ کابل برگزار گردیده بازدید کرد.
در جریان این بازدید که معین مالی و اداری را شماری از روئسای وزارت زراعت همراهی می‌کردند معین مالی و اداری نظریات، پیشنهادا و مشکلات غرفه داران را استماع نموده و هدایات لازم را به مسوولان مربوطه جهت رفع مشکلات غرفه داران سپرده و همچنان جهت بهبود امور نمایشگاه به مسوولان برگزاری نمایشگاه رهنمایی‌های لازم را انجام داد.
بیست‌و نهمین نمایشگاه محصولات زراعتی در فصل خزان برای چهار روز از ۲۶ الی ۲۹ میزان سال ۱۴۰۲  در بادام باغ کابل از سوی وزارت زراعت برگزار گردیده است.‌

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت