راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي په ننګرهار کې د مؤسسو له استازو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۸:۵۵
راستنېدونکو  وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي په ننګرهار کې د مؤسسو له استازو سره وکتل

له پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کډوالۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو له چارواکو سره د لیدنې پر مهال، له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو د لړۍ پر چټکتیا خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د اجباري راستنېدونکو کډوالو عمومي وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د کرنې وزارت د مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مفتي سید احمد مستقیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر محمد حسین غیاثي او د سرې میاشتې ټولنې استازی صالح محمد اخندزاده په حضور کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حلولو او د لړۍ پر چټکتیا خبرې وکړې او کډوالو لپاره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدو مرستو د وېش پر چټکتیا او همغږۍ ټینګار وکړ. 
د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي کډوالو لپاره د افغانستان اسلامي امارت پر فعالیتونو او امکاناتو خبرې وکړې او د مرستې رسونې د لړۍ د چټکتیا او د کدوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار د شیفټ ټیمونو جوړولو غوښتنه وکړه.
وروسته د کډوالۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو چارواکو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او کډوالو لپاره د رسېدنې په پار د چوپړتیاوو لړۍ پر چتکتیا ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو خواوو د فعاليتونو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کډوالو سره د ښه او مساوي چلند په موخه ټینګار وکړل.

دیدار هیئت کمیسیون رسیدگی به بازگشت کننده‌گان اخراج اجباری با نماینده‌گان موسسات در ننگرهار 
۲۶ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش
کمیسیون رسیدگی به وضعیت عمومی عودت کننده‌گان اخراج اجباری در جریان سفرشان به ولایت ننگرهار مسوولان موسسات همکار در بخش مهاجرت، پیرامون تسریع روند ارئه خدمات برای مهاجرین اخراجی بحث و گفتگو کردند.
در این نشست هیئت متذکره با حضور مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وزارت امور مهاجرین، مولوی عبدالباری فضلی معین وزارت زراعت، مفتی سید احمد مستقیم معین وزارت انکشاف دهات، دوکتور محمد حسین غیاثی معین صحت عامه و صالح محمد آخند‌زاده نماینده جمعیت هلال احمر افغانی در مورد  ابعاد گسترده مهاجرت و مشکلات مهاجرین اخراجی اجباری از کشور پاکستان در مرز تورخم صبحت نموده، تاکید بر  هماهنگی بهتر در توزیع کمک‌های خوراکی، نقدی و غیرخوراکی برای مهاجرین کردند
هیئت رسیدگی به وضعیت عمومی عودت کننده‌گان اخراجی اجباری روی امکانات و فعالیت‌های امارت اسلامی افغانستان برای مهاجرین صحبت نموده خواهان تسریع روند کمک‌رسانی و ایجاد تیم‌های شیفت به منظور رسیدگی به مهاجرین شدند.
سپس نماینده‌گان موسسات همکار در بخش مهاجرت در مورد فعالیت‌های خویش معلومات ارائه نموده و تعهد شان را برای تسریع روند رسیدگی برای تمام مهاجرین بیان کردند.
در اخیر طرفین روی هماهنگی بیشتر به منظور شفافیت در انسجام کمک‌های، توزیع کمک‌های به صورت یک‌سان به تمام مهاجرین تاکید نمودند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت