دکرنې وزارت مرستیالان د کرنیزو محصولاتو له خزاني نندارتون څخه لیدنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۸:۴۴
دکرنې وزارت مرستیالان د کرنیزو محصولاتو له خزاني نندارتون څخه لیدنه وکړه

د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، په افغانستان کې د پاکستان سفر او د ترکیې هېواد شازدفیر او یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو او دکرنې وزارت د چارواکو په حضور کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د خزانی نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د وزارت چارواکو د نندارتون د غرفه لرونکو وړاندیزونه او نظریات واورېدل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې د څلورو ورځو لپاره د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.


بازدید معینان وزارت زراعت از نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با حضور سفیر پاکستان،  شازدفیر ترکیه و شماری از دیپلوماتان خارجی و مسوولان وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی بازدید کردند.
در جریان این بازدید مسئولین  وزارت مشکلات، پیشنهادات و نظریات غرفه‌ داران را استماع نمود و هدایت لازم را به مسوولان جهت بهبود امور سپردند.
بیست‌ونهمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای چهار روز از ۲۶ الی ۲۹ میزان سال ۱۴۰۲ در بادام باغ کابل برگزار می گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت