د هلمند د سنګین ولسوالی په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۱:۳۸
د هلمند د سنګین ولسوالی په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سنګین ولسوالی کرنیزو خدمتونو مسؤلینو لخوا په میله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
په دې ولسوالی کې کرنیز او حیواني درمل پلورونکي چې په ازاده فضاء او نا مناسبه محیطي چاپېریال کې یاد درمل پلورل د زیانونو په اړه یې ورته لازم معلومات ورکول شول او ټینګار وشو ترڅو په راتلونکي ددې ډول پیر او پلور څخه ډډه وکړي .
د سنګین ولسوالی د کرنې مسؤلینو نوموړیو درمل پلورونکو ته هدایت وکړ ترڅو خپلې چارې په مسلکي ډول مخ ته یوسي، هغه کړنلاره او لارښونې چې د کرنې وزارت له خوا وضع شوي دي باید پلي کړي تر څو بزګر، مالدار او عام خلک ددغه ډول درملو له احتمالي خطراتو څخه خوندي ووسي.
د یادولو وړ ده چې د هلمند په ولایت کې په غیر فني او مسلکي توګه د کرنیزو او حیواني درملو د پیر او پلور د مراکزو بندولو په موخه له وړاندې یو ګډ کمیسون هم جوړ شوی دی چې په عملي ډول یې خپلې چارې پیل کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت