ننګرهار کې یوشمېر بزګران او بڼوال وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۱:۵۴
ننګرهار کې یوشمېر بزګران او بڼوال وروزل شول

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې مدیریت کارکونکو له لورې د بټي کوټ،  چپرهار او پچیراګام  ولسوالیو  په شبدیانو، دولتزیو،  لنډه خېلوکلیو کې کرونده ګرو او بڼوالو ته روزنه ورکړل شوه.
 د یادو ولسوالیو د بوټو ساتنې مدیریتونو  له لورې  بزګرانو ته د کچالو کرلو، سپینو ملیو اوبولګولو،  ناروغیو، افاتو، سرو استعمال، اوبولګولو،  کرنیز تناوب مراعت کولو،  هرزه وښو مخنیوی،  د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې د کیمیاوي درملو استعمال، دستروسو ناروغیو مخنیوی،  یخ وهنې، د ژغورنې احتیاطي تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي،  د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي؛  ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت