میکانیزه کرنې په پار هڅې: ننګرهار کې د څاڅکې اوبوخور سیسټم فعال شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۲:۸
میکانیزه کرنې په پار هڅې: ننګرهار کې د څاڅکې اوبوخور سیسټم فعال شو

۱۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په روداتو او سرخ رود ولسوالیو کې ۲۲ جریبو بڼونو کې د ۷۱۵ زره افغانیو په ارزښت د څاڅکو اوبخور سیستمونه نصب او فعال شول.
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ډاکار خیریه مؤسسي په تخنیکي همکارۍ او ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د فتر په مالې لګښت په ۲۲ جریبه ځمکو؛  چې په هر جریب یې  تقریبآ ۳۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت راغلي د څاڅکي اوبوخور سیسټم نصب او فعال شو.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره یاد بڼونه پخوا د خلکو او ځینو موسیساتو له لورې جوړ شوي وه؛ چې د وچیدو د ګواښ سره مخ ول،  د څاڅکو اوبخور سیستم په فعالېدو سره به یاد بڼونه تاند شي او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د څاڅکو اوبخور سیستم سره ۷۰ فیصده د اوبو سپما رامنځته کیږي؛  چې د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت  په برخه کې تر ډیره مرسته کوي.
د څاڅکې په طريقه اوبه لگول په خاورې کې د اوبو او هوا تر منځ د مناسب انډول د ساتلو له لارې د کرنيزو نباتاتو د ودې په زياتولو، د حاصل په لوړولو او د کيفيت په ښه کولو کې د پام وړ ونډه لري. 
همدارنګه  د څاڅکو  په طريقه اوبه لگول د نبات د پاڼو، تنې او مېوو سره د اوبو تماس کموي(پاڼې، تنې او ميوې نه لندېږي) او په نتيجه کې په ناروغيو باندې د نبات د اخته کېدو چانس کمېږي.
دغه راز کرنيز کيمياوي مواد لکه کيمياوي سرې، آ فت وژونکي ا و نورکيمياوي مواد د څاڅکې په طريقه د اوبو لگولو د لارې په ډېره اغېزمنه توگه استعمالېداى شي.
د یادو ګټو ترڅنګ د هرزه بوټو د ستونزې کمښت او د کرنیزو فعالیتونو مناسب ترسره کول ددې سیسټم نورې ګټې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت