د ننګرهار مومندرې کې د یوکانال د پاکارۍ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۹:۴۴
د ننګرهار مومندرې کې د یوکانال د پاکارۍ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د بشري خیریه موسسي (او.اچ.ډبلیو) له لورې د  ۷۵۲  زره افغانیو په ارزښت  د مونددرې ولسوالی د ګردې غوث لوی کانال پاکولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ګردې غوث لوی کانال چې ۱۱ کیلو متره اوږدوالې لري پاک او ځینې سیمې یې رغول شوي دي.
محمد وایې په یاد کانال کې د ۹۴ کسانو ته د ۲۰ ورځو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې؛  چې هر  تن ته ۴۰۰ افغانۍ ورځني مزد ورکول کېږي.
د یاد کانال د  پاک کارۍ په نتیجه کې ۱۱۲۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کېږي؛  او په لسګونه ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت