غور ولایت ته د کرنې وزیر سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۹:۳۱
غور ولایت ته د کرنې وزیر سفر

۱۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غور له والي ملا احمد شاه دین دوست، مرستیال والي مولوي روح الله طریقت، د امنیه قومندان مولوی صدیق الله، د اردو د لواء له قوماندان او د غور ولایت له رییسانو سره وکتل.
د کرنې وزیر د غور ولایت له چارواکو سره د کرنې د پراختیا د څرنګوالي، د غصب د مخنیوي د کمېټې د فعالیتونو، د کرنې له کارکوونکو سره د ادارو د همکارۍ، د غور ولایت له ځمکو او اوبو څخه د معقولې استفادې په اړه خبرې وکړې.
د کرنې وزیر وویل، چې غور د کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ لپاره کافي اوبه، حاصلخیزه خاوره او مناسب اقلیم لري، امارت ژمن دی، چې د غور د محرومو او لرې پرتو ولسونو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي، په همدې موخه موږ د خلکو د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدلو او د خپلو اوسني پلانونو شریکولو په پار راغلي یو، چې په راتلونکو فعالیتونو کې د خلکو غوښتنې ته هم په خپلو پلانونو کې ځای ورکړو.
غور د افغانستان يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې د سیندونو او وړو چینوترڅنګ درې مشهور سیندونه هم لري. مرغاب سیند، هریرود او فراه رود مشهور سیندونه دي، چې د غور له جغرافیې څخه تېرېږي. خو د دغو سیندونو اوبه کمې کارول کېږي.
د کرنې وزارت له دغو اوبو څخه د استفادې لپاره پراخ پلانونه لري، چې په راتلونکي کال کې به عملي شي.


سفر وزیر زراعت به ولایت غور 
۱۰ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولایت غور با ملا احمدشاه دین دوست والی غور، مولوی روح الله طریقت معاون والی، مولوی صدیق الله قمندان امنیه، قوماندان لواء اردو و روساء ولایت غور دیدار کرد. 
وزیر زراعت با مسوولان غور پیرامون چگونگی انکشاف زراعت، فعالیت کمیته جلوگیری از غصب، همکاری‌ ادارات با کارمندان زراعت،‌ استفاده معقول از زمین‌ها و آب‌های غور با مسوولان حاضر بحث و تبادل نظر نمودند. 
وزیر زراعت گفت که غور دارای آب کافی، خاک حاصل‌خیز و اقلیم مساعد برای زراعت، مالداری و باغداری می‌باشد، امارت‌ برای خدمت به‌ مردم محروم و دور‌ افتاده غور تعهد دارد، به همین منظور آمده‌ایم تا نظریات و پیشنهادات مردم را‌ بشنویم و پلان‌های فعلی خود را شریک سازیم و در فعالیت‌های بعدی خواست‌های مردم را جز پلان امارت بسازیم".
غور از ولایت‌های کوهستانی افغانستان است که در کنار دریا‌ها و چشمه‌های کوچک آبی؛ سه دریای مشهور در بستر آن جاری می‌باشد. دریای مرغاب، هریرود و فراه رود دریاهای مشهور است که از جغرافیای غور می‌گذرد؛ اما از آب این دریاها کمتر استفاده می‌گردد. 
وزارت زراعت پلان‌های وسیع برای استفاده از این آب‌ها دارد که در سال آینده تطبیق می‌گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت