د هلمند ګرشک  کې ٣٠ کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۱۴
د هلمند ګرشک  کې ٣٠ کورنیو سره مرسته وشوه

۹ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په همکارۍ،  پر ٣٠ بېوزلو او بې سرپرستو، کونډیانو مېرمنو او یتیمانو دشېدو وزې او د خیاطۍ یو شمېر اړین توکي وېشل شوي دي.
د یادې پروسې په تعقیب همدغو ٣٠کورنیو ته یوځل بیا هرې کورنۍ ته ٥٠کیلوګرامه حیواني خوراکه او ٥٠ کیلو ګرامه جوار هم وویشل شول.
د نوموړو کورنیو د تثبیت ، انتخاب او توزیع چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوکه کې مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت