پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د رسېدنې په پار د طرحې نهایي کولو په پارغونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۴۰
پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د رسېدنې په پار د طرحې نهایي کولو په پارغونډه دائره شوه 

۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د یوشمېر اماراتي ادارو د چارواکو په ګډون له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو او د تورخم د لارې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو تدابیرو نیولو د طرحې وروستي کولو په پار غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د عامې روغتیا، دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او یوشمېر اړوندو اداراتو د چاراکو په شتون کې دائره شوې وه.
د امیرالمؤمنین حفظ الله له لارښوونې سره سم، یوه کمېټه ګمارل شوې وه، چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او نورو اړینو اسانتیاوو زمینه برابره کړي، چې یاده کمېټه ننګرهار ولایت ته له سفر او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره تر لیدنې وروسته مرکز ته راستون شو او له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د چارو د طرحې د نهايي کولو په موخه یې غونډه وکړه.
ټاکل شوې، چې یاد پلان له نهايي کېدو وروسته د تصویب لپاره د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء ته وړاندې شي.

جلسه‌ی به منظور نهایی‌سازی طرح رسیدگی به مهاجرین بازگشت کننده از پاکستان برگزار شد 
۵ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش 
جلسه با حضور مسوولان چندین اداره امارتی به منظور  نهایی سازی طرح اتخاذ تدابیر لازم برای مهاجرینی که از کشور پاکستان و مسیر تورخم  به کشور برگشت می‌کنند برگزار شد.
این جلسه  با حضور مولوی عبدالرحمن راشد معین مهاجرین وزارت مهاجرین و عودت کننده‌گان، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مسوولان وزارت‌های صحت عامه، احیاء و انکشاف دهات و شماری از ادارات ذیربط در وزارت عودت و مهاجرین برگزار شد.
مطابق به هدایت امیر المومنین حفظه الله یک هیئتی توظیف شده بود تا برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان در ولایت ننگرهار و سایر ولایات‌ها سرپناه و سایر سهولت‌ها و امکانات لازم را فراهم نمایند که هیئت متذکره پس از سفر به ولایت ننگرهار و دیدار با مسوولان محلی آن ولایت به مرکز برگشته و جلسه‌ای را جهت نهایی سازی طرح رسیده گی به امور مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان برگزار کردند.
قرار است طرح متذکره پس از نهایی سازی شدن جهت منظوری به ریاست الوزارا امارت اسلامی افغانستان پیشکش گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت