میدان وردګو ولایت کې پر ۴۶۷ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۲۵
میدان وردګو ولایت کې پر ۴۶۷ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول  

۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو دکرنې د پراختیا نړیوال صندوق او د افغانستان لپاره دهالینډ کمیټې په مالي ملاتړ او دناورین پر وړاندې د غبرګون او د نوښت پروژې له لارې د دې ولایت ۴۶۷ مالدارانو سره د پسونو د چاقولو په موخه د حیواني مغزي موادو(کانسټریټ) ووېشل شو.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته ۱۰۰ کیلوګرامه د څارویو مغزي توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت