د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۹:۷
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي چې د ریاست الوزراء د دفتر له خوا د راستانه شویو کډوالو د وضعیت د معلومولو په موخه د یوه پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر کړی و، د دغه ولایت له والي سره وکتل.
دغه کمیسیون چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو، عامې روغتیا، کرنې، د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارتونو، پېښو او د افغاني سرې میاشتې ریاستونو مسوولین پکې برخه لري د ننګرهار والي مولوي محمد نعیم اخند سره د یوې غونډې په ترڅ کې هوکړه وکړه، چې د کړن لارې تر ترتیب وروسته به لازم اقدامات ترسره شي. 
 په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کډوالو چارو وزارت د طرزالعمل له چمتو کولو وروسته به د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ په بهر کې د مېشتو کډوالو د ژوند په بهیر کې شته ننګونې حل کړي او د همدې موخې لپاره باید د ۵۰۰ کورنیو لپاره موقتي سرپناه خپلو اصلي ولایتونو ته تر انتقال پورې د هغه ولایت په مومندرې ولسوالی کې په څه باندې ۶۰۰ جریبه دولتي ځمکه کې جوړه شي، چې تر دې وړاندې د یاد کمیسیون له خوا انتخاب شوې وه، او په یاده سیمه کې د دوی لپآره تر یوې میاشتې خوراکي توکي هم چمتو شي.
دغه راز د ننګرهار ولایت په کچه دې د پورتنیو پرېکړو د عملي کولو په موخه د هغه ولایت د والي تر څارنې لاندې یوه کمېټه جوړه او د ولایتي کمېټې کاري پرمختګ په پرله پسې ډول ټاکل شوي کمېسیون ته وړاندې کړي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ننگرهار نشست برگزار کرد   
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت که در ترکیب یک هیئت  توظیف شده ازسوی ریاست الوزرا به‌‌منظوررسیده گی به وضعیت عودت کننده گان به ولایت ننگرهار سفر کرده با والی ننگرهار نشستی را برگزار کرد.
این کمیسون  که متشکل از مسوولان وزارت های  عودت و مهاجرین، صحت عامه، زراعت، انکشاف دهات، حوادث و جمعیت هلال احمر افغانی با مولوی محمد نعیم آخند والی ولایت ننگرهار نشستی را برگزار نمودند که در آن  توافق صورت گرفت تا بعد از ترتیب طرزالعمل  اقدام‌های لازم انجام شود.
 در این نشست فیصله صورت گرفت که پس از تهیه طرزالعمل وزارت امورمهاجرین در هماهنگی با وزارت امورخارجه، چالش‌های موجود در روند زنده گی مهاجرین بیرون از کشور را حل نماید و بدین منظور  در حدود 600 جریب زمین ملکیت دولتی در ولسوالی مومنددره آن ولایت که قبلآ توسط کمیسیون فوق الذکر مشاهده گردیده بود برای ۵۰۰ خانواده سرپناه موقت الی انتقال آنها به ولایات اصلی شان اعمار گردد، و از زمان عودت الی یک ماه در محل مشخص شده مواد  غذایی برای شان تهیه گردد.
 همینگونه در سطح ولایت ننگرهار کمیته‌ی تحت نظارت والی آن ولایت به منظور تطبیق فیصله‌های فوق الذکر ایجاد، و پیشرفت کاری کمیته ولایت را بطور مسلسل برای کمیسیون تعین شده ارائه نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۴
Background image

د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي سید محمد سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د املاکو عمومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۷
Background image

پکتیا کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د احمدابا، وزي ځدران. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۵
Background image

د خوست موسی خېل ولسوالی کې پر ۴۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې

د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالی ۴۸ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ وویشل شوې.
د خوست. . .

بازگشت